۰

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي افغانستان ته راځي

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۵
هندي رسنۍ وايي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به راتلونکې میاشت افغانستان ته ولاړ شي او د سلما بند په پرانستونکې غونډه کې به ګډون وکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي افغانستان ته راځي
هندي رسنۍ وايي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به راتلونکې میاشت افغانستان ته ولاړ شي او د سلما بند په پرانستونکې غونډه کې به ګډون وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم هندي چارواکو د ښاغلي مودي د سفر تاييد نه دی کړی، خو هندي رسنۍ وايي، ښاغلی مودي به د جون میاشتې
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د هند لومړی وزیر به د دغه دمې پر مهال په هرات کې د سلما بند، چې اوس د افغانستان – هندوستان د دوستۍ بند نومول شوی دی، پرانیزي.
په لومړیو کې افغانستان ته ولاړ شي.
هندي رسنۍ زیاتوي، چې ښاغلی مودي به د راتلونکې میلادي جون میاشت په لومړیو کې امریکا ته د تګ پر مهال په افغانستان کې لنډه دمه وکړي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د هند لومړی وزیر به د دغه دمې پر مهال په هرات کې د سلما بند، چې اوس د افغانستان – هندوستان د دوستۍ بند نومول شوی دی، پرانیزي.
هندي رسنۍ دا خبر پر داسې مهال ورکوي، چې درې ورځې وړاندې افغان ولسمشر د ملي شورا له غړو سره په یوه ناسته کې وویل، چې اته ورځې وروسته به د هند د لومړي وزیر او د ایران له ولسمشر سره په ایران کې د چابهار ترانزیټي بندر موافقه لاسلیک کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین