۰

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه نهايي شوه

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقه نهايي شوه.
د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه نهايي شوه
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقه نهايي شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال او له حزب اسلامي سره د مداکراتو د پلاوی غړی عطاالرحمن سلیم ویلي، چې دواړو لورو د سولې پر ۲۵ مادیزه طرحه موافقه کړې ده.
د ښاغلي سلیم په خبره چې د دغه تفاهم لیک نخسې به د ملي یووالي حکومت مشرانو او خپله حکمتیار ته وسپارل شي، تر څو دواړه لوري ورباندې موافقه وکړي.
نوموړي دا ونه ویل، چې پر دغه موافقه به څه وخت افغان ولسمشر او حکمتیار لاسلیک وکړي.
باید وویل شي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې خبرې له تېرو دوه میاشتو راهیسې روانې وې، چې تېره ورځ یې ۲۵ مادیزه موافقه نهايي شوه.
د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقه پر داسې مهال نهايي کېږي، چې تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د دغه مواقفې هرکلۍ وکړ، او ویې ویل، چې د حکمتیار نور به د نړیوالو له تور لېست څخه وایستل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین