۰

عراق کې چاودنو ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۱
رپوټونه وايي، په عراق کې یوه ځانمرګي او دوه چاودنو تر ۱۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
عراق کې چاودنو ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
رپوټونه وايي، په عراق کې یوه ځانمرګي او دوه چاودنو تر ۱۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ د عراق پلازمېنه بغداد کې شوي دي.
پولیس وايي لومړی یوې ځانمرګې ښځې د پلازمېنې شمال الشاب سیمه کې یوه مارکیټ کې په ځان پورې تړلیو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۲۸ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان دي.
د دوی په خبره دوهم موټر بم چاودنه په ګاونډ الرشید سیمه کې شوې، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
درېیمه او وروستۍ موټر بم چاودنه د صدر په سیمه کې په یوه مارکېټ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان دي.
په دریو واړو حملو کې د الشباب د سیمې د برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین