۰

ننګرهار کې یوه پېغله نجلۍ سوځول شوې

يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوه پېغله نجلۍ چې د لېسې زده کوونکې وه په تناره کې سوځول شوې ده.
ننګرهار کې یوه پېغله نجلۍ سوځول شوې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوه پېغله نجلۍ چې د لېسې زده کوونکې وه په تناره کې سوځول شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند په علي خلېو سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی د پېښې پخلی کي او وايي دغه پېښه تېره ورځ سهار رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي سوځول شوې نجلۍ مرسل نومېده، چې ۱۵ کاله عمر یې درلود او د بي بي زینب لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې وه.
لومړي رپوټونه وايي، د مرسل مور او پلار په کابل کې و او ورور یې هم د باندې وتلی و، چې نوموړې د خپلې ورېندارې له خوا تناره ته غورځول شوې او سوځول شوې ده.
امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو د دغه نجلۍ ورېندار نیولې او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین