چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه د لوګر د مرکز اړوند سیمو کې اوښتې.
په ورته وخت کې د لوګر د ملي امنیت ریاست وايي، وسله والو د مرکز اړوند د بابوس او سرسنګ په سیمه کې د افغان ځواکوانو پر پوستو ډزې کړې، چې وروسته د افغان ځواکونو د ځوابیه برید سره مخ شوي او جګړه نښتې.
سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې درې تنه وسله وال وژل شوي ۶ تنه ټپیان او درې تنه یې هم د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
د لوګر د ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې په جګړه کې څلور میله کلاشنکوفونه، یو میل تفنګچه، درې د راکټ مرمۍ، دوه مخابرې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې، خو د افغان لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
وسله والو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لوګر