۰

د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقه سبا لاسلیک کېږي

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۱
لوېدیځې رسنۍ خبر ورکوي، چې د افغان حکومت او یوې وسله والې مخالفې ډلې تر منځ د سولې موافقه سبا ته لاسلیک کېږي.
د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقه سبا لاسلیک کېږي
لوېدیځې رسنۍ خبر ورکوي، چې د افغان حکومت او یوې وسله والې مخالفې ډلې تر منځ د سولې موافقه سبا ته لاسلیک کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسوشیتید پریس خبري اژانس دا خبره نن د حکومت او د یوې وسله والې مخالفې ډلې د استازو په قول کړې ده.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د افغانستان حکومت به ډېر ژر کې له یوې مخالفې وسله والې ډلې سره د سولې په باب جوړجاړی نهايي کړي او د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو لور ته به یو ګام واخلي.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې معاهده به سبا ته نهايی شي
د حزب اسلامي سرمرکچي امین کریم هم هیله ښکاره کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا د موافقې وروستۍ بڼه تصویب او لاسیلیک کړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دا جوړجاړی د ولسمشر غني لپاره، چې هڅه کوي د وسله والو طالبانو له ډلو سره هم روغه جوړه وکړي، زیات اهمیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ نیویارک ټایمز هم په یوه راپور کې ویلي و، چې افغان حکومت د حکمتیار له پاره د کور او دفترونو بندوبست کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین