۰

افغان ولسمشر له برېتانیې نه هېواد ته راستون شو

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د فساد پر ضد په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه لندن ته تللی و، نن غرمه مهال بېرته کابل ته راورسېد.
افغان ولسمشر له برېتانیې نه هېواد ته راستون شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د فساد پر ضد په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه لندن ته تللی و، نن غرمه مهال بېرته کابل ته راورسېد.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولمسشر غني په دوه ورځني سفر برېتانیا ته تللی و، او هلته یې د فساد پر ضد په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
ښاغلي غني د فساد پر ضد په نړیوال کنفرانس کې ومنله، چې هېواد کې یې اداري فساد شته خو ویې ویل، چې دغه فساد ته د نشه يي توکو قاچاق او په اروپا کې تقاضا فساد پراخ کړی دی.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر د دغه کنفرانس په څنډه کې له بریتانیايي چارواکو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو او تجهیز په برخه کې د بریتانیا د پوځي همکاریو د پراختیا پر سر خبرې کړې دي.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني د دې سفر په ترڅ کې له هغو افغان محصلینو سره هم لیده کاته کړي، چې دا مهال د بریتانیا د سندهرست په پوځي اکاډمۍ کې پر لوړو پوځي زده‌کړو بوخت دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین