۰

دفاع وزارت د ۳۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۴
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غور او کندهار ولایتونو کې د بېلا بېلو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دفاع وزارت د ۳۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غور او کندهار ولایتونو کې د بېلا بېلو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړی برید د غور ولایت پسابند ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک له خوا شوی دی.
سرچینه زیاتوي، لومړی طالبانو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو د ځمکني او هوايي ځواب سره مخ شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه هوايي برید کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت سرچینه وایي، افغان هوايي ځواک په کندهار ولایت کې هم پر وسله والو هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس: هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین