۰

هلمند کې پر سیمه ییزه پولیسو ځانمرګی برید وشو

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۲
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو د روزنې په یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې د ولسي وګړو په ګډون یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې پر سیمه ییزه پولیسو ځانمرګی برید وشو
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو د روزنې په یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې د ولسي وګړو په ګډون یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار ۸:۳۰ د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دوراهي په سیمه کې شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید د موټر بم په وسیله د سیمه ییزه پولیسو پر اکاډمۍ شوی دی، چې له امله یې ۸ تنه ټپیان شوي.
د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ بیا وايي، چې په دغه برید کې دوه تنه پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او درې پولیس او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي، برید کوونکي د سیمه ییزه پولیسو یوینفورم پر تن و او د موټر په وسیله یې برید کړی.
په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون سرچینې وايي، دوی ته تر اوسه پورې ۱۳ تنه ټپیان وروړل شوي، چې یو تن یې ژوند له لاسه ورکړی.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د بولان په سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو پر مرکز په برید کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې تېره اوونۍ دوه ځلې په ننګرهار کې پر سیمه ییزه پولیسو ځانمرګي بریدونه وشول او ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین