۰

قرغزي پولیسو ۷ تنه افغانان نیولي

پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۰
د قرغزستان رسنۍ وایي، د دې هېواد پولیسو ۷ تنه افغان چې په غیر قانوني توګه وراوښتي و، نیولي دي.
قرغزي پولیسو ۷ تنه افغانان نیولي
د قرغزستان رسنۍ وایي، د دې هېواد پولیسو ۷ تنه افغان چې په غیر قانوني توګه وراوښتي و، نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د قرغزستان سرحدي ځواکونو ویلي، دغه افغانان تېره ورځ د ازیک باتکین په سیمه کې نیول شوي.
دوی زیاته کړې، چې په نیول شویو افغانانو کې یو تن ویزه او پاسپورټ لري خو د شپږو تنو نورو قانوني اسناد تر وخت تېر دي.
د قرغزستان سرحدي ځواکونه وايي، دغه افغانان د تاجکستان له خاورې قرغزستان ته اوښتي و او غوښتل یې له دغه لارې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.
دوی زیاتوي، چې له نیولو شویو کسانو دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
په قرغزستان کې دغه افغانان پر داسې مهال نیول کېږي، چې نېږدې هره ورځ له هېواده لسګونه کسان اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي او سختو لارو روان دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین