۰

د کجکي درېيم توربين د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۹
د هلمند د برېښنا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کجکي د برېښنا بند د درېیم توربین چارې په چټکۍ سره روانې دي، او په راتلونکو شپږو میاشتو کې دغه توربین هم نصب شي.
د کجکي درېيم توربين د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
د هلمند د برېښنا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کجکي د برېښنا بند د درېیم توربین چارې په چټکۍ سره روانې دي، او په راتلونکو شپږو میاشتو کې دغه توربین هم نصب شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د برېښنا رياست مشر نصر الله قانع زیاتوي، چې د توربين د جوړلو کار ۳۵ سلنه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د يادې پروژې چارې خپله د ولسمشر غني لخوا هم څارل کېږي او اوسه له هېڅ خنډ او ځنډ سره نه دی مخ شوی.
د هلمند برېښنا رياست د مشر په خبره، چې د درېيم توربين له نصبولو وروسته به ۱۸،۵ مېګاواټه برېښنا نوره هم ډېره شي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین