۰

لغمان کې د سراج تاریخي کلا د جوړېدو چارې پیل شوې

پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۹
له څه باندې یوې پېړۍ وروسته په لغمان ولایت کې د سراج تاریخي کلا د جوړېدو چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یاد ولایت د چارواکو له خوا پیل شوې.
لغمان کې د سراج تاریخي کلا د جوړېدو چارې پیل شوې
له څه باندې یوې پېړۍ وروسته په لغمان ولایت کې د سراج تاریخي کلا د جوړېدو چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یاد ولایت د چارواکو له خوا پیل شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې اړه تېره ورځ یو لړ ځانګړي مراسم نیول شوي و، چې په کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي اداري او ګرځندوی مرستیال زردشت شمس، ګڼ شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونو، مخورو مشرانو، د خلکو استازو، د مدني ټولنو فعالینو او خبریالانو برخه اخیستې وه.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه تاریخي کلا پر بیارغونې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې تر ۱۰۷ کالونو وروسته د افغانستان یوه تاریخي شتمني ژغوري.
عبدالجبار نعیمي سراج تاریخي کلا د لغمان ولایت د ښایست، تاریخ او پیژندنې غوره نښه او ځانګړتیا یاده کړه او د دغه کلا رغونه یې د خپل ماموریت تر ټولو ستره لاسته راوړنه وبلله.
ده وویل«جګړې نه یواځې بشري غمیزې منځته راوړي بلکې د یو ملت مادي او معنوي شتمنۍ تباه کوي، چې ښه بېلګه یې سراج تاریخي کلا ده چې په تېرو جګړو کې ورته سخت زیان ورسید، دنګه مانۍ یې ویجاړه شوه او هر تاریخي دیوال یې ونړېد.»
ښاغلي نعیمي زیاته کړهو چې د یادې کلا پر بیارغونه اتلس میلیونه،شپږ پنځوس زره،شپږسوه افغانۍ لګښت راځي چې په خپله تاریخي بڼه به په دوه کالونو کې ورغول شي.
لغمان والي پر ولسونو غږ وکړ چې خپل تاریخ او ملي شتمنۍ وساتي او د اوسنۍ روانې جګړې په مخنیوي کې له نظام سره همکار شي ځکه چې دغه جګړه د افغانستان د ولس،نظام،هویت او تاریخ پرضد روانه ده.
نوموړي ولسونو ته دا ډاډ ورکړ چې نورې سترې او مهمې پروژې به هم په دغه ولایت کې پلي کړي.
باید وویل شي، چې د سراج تاریخي کلا په ۱۲۸۸ لمریز کال کې د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده چې، د شاهي واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته شویو جګړو له امله ویجاړه او په یوه کنډواله بدله شوه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین