۰
د سويلي حوزې واليان:

له اقتصادي پیاوړتیا پرته امنیت نه شي راتلای

پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۷
د لوی کندهار ولایتي چارواکي وایي، تر څو چې د اقتصاد په برخه کې د پام وړ کارونه ونشي امنیت نه شي راتلای.
له اقتصادي پیاوړتیا پرته امنیت نه شي راتلای
د لوی کندهار ولایتي چارواکي وایي، تر څو چې د اقتصاد په برخه کې د پام وړ کارونه ونشي امنیت نه شي راتلای.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کندهار، هلمند، ارزوګان او زابل والیانو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له استازي سره په ګډه ناسته کې وکړې.
څلور واړه والیانو خپلې ستونزې او غوښتنې د یادې ادارې استازي ته وړاندې او ویې ویل چې تر ټولو لویه ستونزه په امنیتي برخه کې ده.
د دوی په وینا، چې ناامنۍ د پوهنې او پرمختیايي چارو مخه ډب کړې او تر څو چې په اقتصادي برخه کې کار ونشي امن نه شي ټينګېدای.
دوی دا هم وویل، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۹۰ سلنه بودیجه په امنیت لګول شوې، خو د خلکو په ژوند یې هېڅ مثبت اغېز ونه وکړ.
والیانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چي د امنيت د ټینګښت لپاره دې ورسره په پرمختيايي برخه کې مرسته وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو استازي وویل چې دمګرۍ به مرستندویه هېوادوه هغه پروژې عملي کړي، چې بودیجه یې ورته ځانګړې کړې او خلک ورته اړتیا لري.
خو په وینا یې هغه پروژې چې اوس واليانو ورته په ګوته کړې، له نړيوالو سره تر مشورې وروسته به يوه د حل لاره ورته ولټوي.
هغه وايي نړيواله ټولنه اوس هم زياتې پيسې په امنيتي برخه لګوي، تر څو افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا پيدا کړي چې دخپلې خاورې دفاع وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین