۰

افغان ولسمشر محمد اشرف غني انګلستان ته ولاړ

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له دوه ورځني سفر وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره بریتانیا ته لاړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني انګلستان ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له دوه ورځني سفر وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره بریتانیا ته لاړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني نن د انګلستان پلازمېنې لندن ته رسېدلی او په دغه کنفرانس کې به ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی غني به سبا دغه کنفرانس ته په خپله وینا کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت دریځ او لاسته راوړنو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې له هغو افغان محصلینو سره هم لیده کاته وکړي، چې دا مهال د بریتانیا د سندهرست په پوځي اکاډمۍ کې پر لوړو پوځي زده‌کړو بوخت دي.
باید وویل شي، ولسمشر غني پر داسې مهال په لندن کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي، چې د برېتانیا لومړي وزیر تېره ورځ په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان او ناجیریا د نړۍ له تر ټولو فاسدو هېوادونو څخه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین