۰

پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۳
پاکستاني ځواکونو د ډېورنډ فرضي کرښې سره د تورخم دروازه له تېرو دوه ورځو راهیسې د مسافرو پر مخ تړلې ده.
پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې
پاکستاني ځواکونو د ډېورنډ فرضي کرښې سره د تورخم دروازه له تېرو دوه ورځو راهیسې د مسافرو پر مخ تړلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا مهال د دروازې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر د لارو د خلاصېدو په تمه ولاړ دي، خو تر اوسه هم دا دروازه نه ده خلاصه شوې.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو وروسته له هغې یاد دروازه د مسافرو پر مخ وتړله، چې افغان ځواکونو په یاده سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د یوې غیر قانوني کړنې مخه ونیوله.
د چارواکو په خبره پاکستاني ملېشو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي، خو د افغانستان سرحدي ځواکونو لخوا يې مخنیوی وشو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خویاڼي وايي، له دې وروسته د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ خبرې هم تبادله شوې او وروسته پاکستاني ملېشو دروازه د مسافرو پر مخه وتړله.
بل خوا رپوټونه وايي، چې د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ ترخې خبرې شوې او ان یو بل ته د تیارسۍ په حال دي.
ویل کېږي، پاکستاني ځواکونو د جګړې له پاره تیاری نیولی خو د بهرنیو ځواکونو په منځګړیتوب تر اوسه کومه نښته نه ده رامنځ ته شوې.
افغان ځواکونه هم د بشپړ تیارسي په حالت کې.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین