۰

طالبانو په پکتیکا کې دوه پولیس اعدام کړي

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۸
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په پکتیکا ولایت کې دوه تنه پخواني پولیس په دار ځړولي دي.
طالبانو په پکتیکا کې دوه پولیس اعدام کړي
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په پکتیکا ولایت کې دوه تنه پخواني پولیس په دار ځړولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا سرپرست امنیه قوماندان سمونوال دادالله خان رسنیو ته ویلي، چې طالبانو په جاني خېلو ولسوالۍ کې دوه پخواني پولیس اعدام کړي.
نوموړي وویل، که څه هم دغه کسانو وړاندې په پولیسو کې دنده درلوده، خو له څه ورخت راهیسې یې خپله دنده پرېښې وه.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم طالبانو په زابل کې یو سیمه ییز پولیس په دار ځړولی وو.
باید وویل شي، وسله والو طالبانو وروسته له هغې چې افغان حکومت په کابل کې شپږ تنه چې د حکومت په وینا په درنو ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود او پر اعدام محکوم شوي و، اعدام کړل، ګواښ وکړ، چې د خپلو ملګرو غچ به اخلي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین