>> جمهور - هند له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرستې کوي
 
۰

هند له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرستې کوي

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۵
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، هند د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه.
هند له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرستې کوي
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، هند د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د هند سفیر منپریت وهرا تېره ورځ د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محمد ګلاب منګل سره وکتل.
سرچینه وايي، ښاغلي منګل له ښاغلي وهرا سره په خبرو کې وویل، چې افغانان له دوست هېواد هندوستان نه مننه کوي چې په بېلابېلو برخو کې یې له افغانستان سره مرستې کړې دي.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي منګل د بېلګې په توګه له دفاع وزارت سره د الوتکو، د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، د دلا رام سړک اوځینو نورو هغو کلیدي پروژو، چې د هند په مرسته جوړې شوې دي، یادونه وکړه.
محمد ګلاب منګل زیاته کړه، وزارت یې د سرحدي ولایتونو او لري پرتو سیمو هغو ځوانانو ته، چې د امنیتي ستونزو له امله پخپلو ولایتونو کې زده کړه نه شي کولی، په کابل کې د دې وزارت په اړوندو لیسو کې د زده کړو زمینه مساعده کړې ده چې د ده په خبره اوس مهال په کې شاوخوا پنځه زره زده کوونکي زده کړه کوي.
ښاغي منګل هیله وښوده چې هند به د پخوا په څېر ورسره د تحصیلي بورسونو په ورکولو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې د هند د سفیر له قوله ویل شوي، د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه به هڅې کوي او له افغانانو سره د سولې، امنیت او بیارغونې په برخو کې د همکارۍ ژمنه یې وکړه .
خبرپاڼه کاږي، چې په کابل کې د هندوستان سفیر ښاغلي منپریټ وهرا ژمنه وکړه،چې په تحصلي بورسونو کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
باید وویل شي، چې هند په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۲ زره ملیون ډالرو مرسته کړې ده او په زرګونو افغان محصلانو ته یې سکالرشیپونه یا بورسونه ورکړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین