چارواکي وايي ناپېژانده وسله والو کسانو په اروزګان ولایت کې یو قومي مشر په ډزو سره وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د مرکز ترینکوټ د سفید خار په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، قومي مشر سید نظر په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او ځای پر ځای وژل شوی دی.
نوموړي وویل، چې د برید کوونکو د نیولو هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
باید وویل شي، چې قومي مشر سید نظر مخکې په اروزګان کې د عزیزي بانک د امنیت مسؤول وو.
تر اوسه پورې چا د دغه وژنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:اروزګان