۰
ولسمشرغني:

ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه په وینا یې ترهګر نه دین، نه سرحد او نه هم ملت پېژني.
ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه په وینا یې ترهګر نه دین، نه سرحد او نه هم ملت پېژني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له تاجکي سیال امام علي رحمان سره په دوشنبې کې د ګډې خبري غونډې پر مهال کړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي، چې ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني او پر ضد يې مبارزه سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا لري.
په ورته وخت کې ولسمشر غني چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بشپړ ملاتړ کوي او افغانستان به د یادې پروژې په برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.
پر همدې مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي، په راتلونکو دوو ورځو کې به په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار عملاً پیل شي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې تطبیق د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د هېوادونو او ولسونو د ژوند په پرمختګ، هوساینه او ابادۍ کې به پام وړ اغېز ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین