د بریټانیا لومړی وزیر ډیویډ کمرون وايي، افغانستان او نایجیریا په نړۍ کې ستر فاسد هېوادونه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کمرون دغه څرګندونې تېره ورځ د لندن په بکېنګهم ماڼۍ کې یې له ملکې سره خبرې کولې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې افغانستان او نایجریا د نړۍ فاسد هېوادونه وبلل خو ویې ویل چې دغه مفسد هېوادونه به له فساد سره د مبارزې پر وړاندې د لندن په غونډه کې هم کډون کوي.
ده ویلي، چې د فساد پر ضد دغې غونډې ته چې په دې اونۍ کې په لندن کې کېږي د دوو ډېرو فاسدو هېوادونو افغانستان او نایجیریا ولسمشران اشرف غني او محمدو بوهاري هم راځي.
جمهورآژانس:کابل