۰

ننګرهار کې ځانمرګي برید ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
په ننګرهار ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان د کور مکې موټر بم ځانمرګي برید ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې ځانمرګي برید ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په ننګرهار ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان د کور مکې موټر بم ځانمرګي برید ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېر ماښام د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سنډۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، موټر بم برید په سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر دهقان د کور او قرارګاه مخې ته شوی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او د قوماندان دهقان او د هغه د دریو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوو او ټپيانو کې ځايي ملکي وګړي او هټيوال، ماشومان او څو پاڅون کوونکي هم شامل دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د قومي مشرانو پر حجرو ځانمرګي بریدونه شوي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین