۰

زابل کې یو ماین جوړونکی نیول شوی

چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
سیمه ییز چارواکي وايي، پولیسو په زابل کې ولایت کې یو تن ماین جوړونکی له یوې بوشکې چاوېدونکو توکو سره یو ځای نیولی.
زابل کې یو ماین جوړونکی نیول شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، پولیسو په زابل کې ولایت کې یو تن ماین جوړونکی له یوې بوشکې چاوېدونکو توکو سره یو ځای نیولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل ولایت د شهرصفا ولسوال عبدلصمد دراني وویل، چې دغه کس تېره ورځ ناوخت د زابل- کندهار پر لویه لار د جلدک اړونده سیمه کې نیول شوی.
ولسوال زیاته کړه، چې ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دغه کس له یوې درنې بوشکې چاودېدونکو توکو سره چې غوښتل یې امنیتي ځواکونو ته یې په لویه لار کې ځای پر ځای کړي نیول شوی دی.
ولسوال وايي له نیول شوي کس څخه پلټنې پیل شوي او اوسمهال د پولیسو تر پوښتنو لاندې دی، خو د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین