۰

افغان ځواکونو د پاکستان د مخکني لومړي وزیر ګیلاني زوی راخوشی کړ

سه شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۴
افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د پاکستان د مخکني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی د وسله والو له منګولو راخوشی کړ.
افغان ځواکونو د پاکستان د مخکني لومړي وزیر ګیلاني زوی راخوشی کړ
افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د پاکستان د مخکني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی د وسله والو له منګولو راخوشی کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي، افغان سپېشل فورس تېره ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي او د پاکستان د مخکني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني یې له د وسله والو له منګولو راخوشی کړی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلي ګیلاني ته یې ټلېفون کړی او د خپل زوی له خوشي کېدو یې خبر کړی دی.
د ښاغلي زاخېلوال په خبره د پاکستان پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني له افغان ولسمشر او دغه راز د افغانستان له امنیتي ځواکونو مننه کړې، چې دې ده، د زوی په خوشي کولو یې کې مرسته وکړه او هغه یې خپلې کورنۍ ته وسپاره.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، چې علي حیدر ګیلاني به تر روغتیايي معایناتو وروسته پاکستان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د علي حیدر ګیلاني د خلاصون تاييد کړی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د پیپلز ګوند ريیس بلاول بوټو  په ټویټر کې لیکلي چې د ګیلاني زوی د افغانستان په غزني ولایت کې د افغان او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې د برمته نیوونکو له منګولو راخلاص شوی دی.
بلاول ویلي چې د پیپلز ګوند جګپوړي مشر رضا ګیلاني ته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ټېلفون کړی او ورته ویلي یې دي جې زوی یې، حیدر ګیلاني په افغانستان کې د یو لړ بریالیو عملیاتو په نتیجه کې ژغورل شوی دی.
باید وویل شي، چې علي حیدر ګیلاني په ۲۰۱۳ م کال د پنجاب صوبايي جرګې ته کاندید و. د همدغه کال د مې په نهمه په ملتان ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین