۰

ملګرو ملتونو افغانستان کې له اعدامونو سره مخالفت وښود

سه شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۸
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري د شپږو وسله والو مخالفينو له اعدامېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
ملګرو ملتونو افغانستان کې له اعدامونو سره مخالفت وښود
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري د شپږو وسله والو مخالفينو له اعدامېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه وايي، دا ډول اعدامونه له امنيت سره هېڅ ډول مرسته نه کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر یوناما پر د شپږو تنو پر اعدام خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، ملګري ملتونه باور لري، چې د دې درنې او سختې سزا عملي کول د خلکو له امنيت سره مرسته نه کوي.
په ورته وخت کې اروپايي اتحاديې هم له يادو اعدامونو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړى او ويلي يې دي، چې د اعدام سزا غير انساني، ظالمانه او د انساني کرامت پر ضد کړنه ده.
خو په افغانستان کې ګڼو خلکو او ملي شورا د حکومت له دغه کار ملاتړ کړی او غږ یې پرې کړی، چې د چا مشورو ته غوږ ونه نسي او ټول هغه مجرمین چې په افغان وژنه کې لاس لري او په اعدام محکوم شوي باید په دار وځړول شي.
دوی له حکومته دا هم غوښتي، چې نه باید یوازې د ټيټې کچې پر اعدام محکوم مجرمین په دار کړي، بلکې هغه مجرمین هم اعدام کړي، چې د ترهګرو ډولو مشري یې کوله.
باید وویل شي، افغان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې پر بېلابېلو امنيتي پېښو او د ملکي کسانو په وژلو مجرم پېژندل شوي شپږ وسله وال مخالفين يې اعدام کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین