۰

خوست کې ۵ زره کسانو د افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
د یوې سترې او تاریخي غونډې پر مهال شاوخوا ۵ زره خوستیانو د افغانستان د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولایتي ادارې څخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
خوست کې ۵ زره کسانو د افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ
د یوې سترې او تاریخي غونډې پر مهال شاوخوا ۵ زره خوستیانو د افغانستان د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولایتي ادارې څخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غونډې برخوالو ویل، چې دوی د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او که اړتیا شوه نو د خپلو پلرونو او نیکونو په شان به له خپل هېواد او خپل ولس نه دفاع وکړي.
دغې غونډې ته چې د تېرې پنشنبې په ورځ تر سره شوې د پوهنیز ډګر لارویان،د پوهنتونونو استادان، محصلین،ورزشکاران او یو شمېر پخواني جهادي قوماندانان او سپين ږیرو د لوژ مخې ته پداسې حال کې د درناوي مراتب پرځای کړل
دوی په خپلو خبرو کې وویل«که دولت دخوست له خلکو څخه د هېواد په سنګرونو کې د دښمن په وړاندې د مقابلې غږ وکړي، دوی چمتو دي چې د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په مېړانه دفاع وکړي.»
چې په لاسونو کې یې پخواني ټوپک،تورې او ډالونه لېږدول.
دوی په خپلو خبرو کې وویل«که دولت دخوست له خلکو څخه د هېواد په سنګرونو کې د دښمن په وړاندې د مقابلې غږ وکړي، دوی چمتو دي چې د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په مېړانه دفاع وکړي.»
د غونډې برخوالو د کابل د خونړي برید د شهیدانو د فاتحې مراسم هم تر سره کړل او خوست والي خوست والي ولسونو ته ډاډ ورکړ چې که د هېواد حریم او ځمکنۍ بشپړتیا یې تر تېري او تجاوز لاندې راشي، دی په خپله چمتو دی چې لومړۍ کرښې ته ځان ورسوي او د متجاوز په وړاندې وجنګېیږي.
ده په ولسونو غږوکړ چې د خپل نظام څخه هراړخیز ملاتړ وکړي او د ټينګښت لپاره یې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې قومي مشرانو ویلي، که هرڅوک په خوست کې د روانو پرمختګونو په وړانډې په یوه او بله بهانه د ستونزو د منځته راتګ هڅه وکړي ، ولسونه به په پوره ولسي قوت راووځي او دهغوی مخه به ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار، ننګرهار، کنړ او ځینو نورو ولایتونو کې هم دینی عالمانو او عام ولس له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین