۰

د لوګر د مرکز له پاره د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی

شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۰
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل علم له پاره د وسله والو طالبانو نظامي مسؤول د عملیاتو پر مهال وژلی.
د لوګر د مرکز له پاره د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل علم له پاره د وسله والو طالبانو نظامي مسؤول د عملیاتو پر مهال وژلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتره زیاتوي، چې دغه وژل شوی طالب قوماندان محمد رحیم نومېږي.
سرچینه زیاتوي، چې محمد رحیم تېره ورځ د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د باري په سیمه کې د ملي امنیت په یو لړ عملیاتو کې و وژل شو.
د لوګر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې دوه نور وسله وال هم وژل شوي او یوه اندازه چاوېدونکي توکي نیول شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په لوګر ولایت کې د پکتیا ولایت له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر سره له دریو نورو ملګرو یې وژل شوی او یو تن یې ژوندی نیول شوی وو.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین