۰

ولسمشر د هېواد پر حلاتو د بحث له پاره ملي د شورا غونډه وربللې

شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
سرچینې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پر اوسنیو حالاتو د بحث او خبرو اترو له پاره د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه وربللې.
ولسمشر د هېواد پر حلاتو د بحث له پاره ملي د شورا غونډه وربللې
سرچینې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پر اوسنیو حالاتو د بحث او خبرو اترو له پاره د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه وربللې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبر د ارګ او ولسي جرګې سرچینو کړې او وايي دغه غونډه به په راتلونکو دوه ورځو کې تر سره شي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي ویلي، ولسمشر به د ملي شورا له استازو سره پر روانو حالاتو سربېره له ترهګرۍ سره د مبارزې د ستراتېژۍ په اړه هم سلا مشورې وکړي.
ویل کېږي ولسمشر دغه برېکړه د کابل د تېرې اوونۍ له خونړي حملې او د طالبانو له خوا د سولې د خبرو له رېدېدو وروسته کړې.
ښاغلي انعامي وايي، ولسمشر دې نتیجې ته رسېدلی چې باید د روانو حالاتو او ترهګرۍ پر ضد ستراتیژي بدله شي، نو ځکه یې د دواړو جرګو ګډه غونډه غوښتې.
ارګ هم د دې خبرې پخلی کړی او د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي ولسمشر غواړي د دواړو جرګو له غړیو سره پر روانو حالاتو، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او نورو مهمو مسلو خبرې او پرېکړه وکړي.
باید وویل شي، چې د پنشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې د ولسمشر د مرستیال ویاند، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند او دغه راز د اجرائیه ریاست د ویاند له څرګندونو هم دا په ډاګه ښکارېده، چې دا ځل حکومت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي دی او د سولې د خبرو تر څنګ جګړه ورته لومړیتوب لري.
دغه درې واړه ویاندویانو په خپلو خبرو کې وویل، چې حکومت هر ځل وسله والو ته د سولې لاس اوږد کړی، خو هر ځل هغوی په جګړه ځواب ورکړی نو اوس حکومت هم اړ دی، چې په پرېکنده جګړه ځواب ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین