۰

ملي امنیت په هلمند کې یو ځانمرګي بریدګر نیولی دی

پنجشنبه ۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۵
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په هلمند ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی.
ملي امنیت په هلمند کې یو ځانمرګي بریدګر نیولی دی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په هلمند ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاسته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانمرګی بریدګر قدرت الله نومېږي او د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نیول شوی.
سرچینه زیاتوي، قدرت الله غوښتل چې د ځانمرګي واسکټ او له چاوېدونکو توکو ډک موټر سایکل په واسطه ځانمرګی برید وکړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له خوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په لښکرګاه ښار کې ونیو.
د ځانمرګي د هویت او دا چې له کومه ځایه دغه ولایت ته راغلی څه نه دي ویل شوي.
بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو لس سکر بیست راکېټونه هم کشف او نیولي دي.
خبرپاڼه وايي، د دولت وسله والو مخالفنو دغه توغندي پر لښکرګاه ښار د توغولو له پاره چمتو کړي و، چې مخکې له مخکې د ملي امنیت له خوا کشف او ونیول شول.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین