۰
افغان حکومت:

د څلور اړخیزه ناستو پر اساس موږ د پاکستان اقداماتو ته منتظر یو

پنجشنبه ۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۷
افغان حکومت وايي، د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډو کې د شوې پرېکړې پر اساس چې که وسله والې ډلې د سولې خبرو ته حاضر نه شوې، پر وړاندې به یې نظامي اقدام کېږي، افغان حکومت اوس د پاکستان اقداماتو ته منتظر دی.
د څلور اړخیزه ناستو پر اساس موږ د پاکستان اقداماتو ته منتظر یو
افغان حکومت وايي، د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډو کې د شوې پرېکړې پر اساس چې که وسله والې ډلې د سولې خبرو ته حاضر نه شوې، پر وړاندې به یې نظامي اقدام کېږي، افغان حکومت اوس د پاکستان اقداماتو ته منتظر دی.
د جمهور آژآنس
همدارنګه د سولې په تړاو او له وسله والو سره د جګړې په تړاو مینه پال وویل«د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډو کې دا پرېکړه شوې، چې که چېرې وسله والې ډلې د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو پر وړاندې به یې نظامي اقدام کېږي، نو اوس په دې برخه کې موږ د پاکستان اقداماتو ته منتظر یو، ځکه دا اوس معلومه ده، چې ترهګر څوک، چېرته تمویل او تجهیز کېږي او رالېږل کېږي.»
د خبر له مخې دا خبره د ملي یووالي حکومت ویاندویانو تر منځ په خبري کنفرانس کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وکړه.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال، د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ، او د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان دولت او ولس په وار وار وسله والو ته د سولې لاسونه اوږده کړل، خو دوی هر ځل ځواب په جګړه ورکړی.
درې واړو ویاندویانو و ویل کله چې وسله والو د سولې پر ځای هر ځل د جګړې لار غوره کړه، نو افغان حکومت هم اړ شو، چې پر وړاندې یې پرېکنده جګړه وکړي او له خپل ولس او خاورې به دفاع وکړي.
دوی دا هم زیاته کړه، چې د ولسمشر د وینا سره سم دا ځل به د سولې لار د جګړې په ډګر کې افغان امنیتي ځواکونه ټاکي او دښمن به په هر حالت او هر ځای کې له منځه وړي.
د ولسمشر مرستیال دواخان مینه پال د کابل د تېرې ورځې خونړي برید ته په اشارې سره وویل، چې د دغه پېښې له قربانیانو سره به مرسته کېږي او دغه راز به د راتلونکې جمعې په ورځ په هېواد کې د ننه په ټولو ولایتونو کې فاتحه اخستل کېږي
هغه په خپلو خبرو کې وویل«موږ څو وارې تلاش وکړ، چې مفاهیمه او مذاکره وکړو، خو دوی جګړه کوي موږ تصمیم نیولی او دا وار د تجهیزاتو په برخه کې هومره ستونزه نه لرو، نړیوال متحدین هم همکاري کوي.»
او دغه راز به له هېواد د باندې د افغانستان په ټولو نماینده ګیو کې افغان بیرغ نیم ځوړند وي.
همدارنګه د سولې په تړاو او له وسله والو سره د جګړې په تړاو مینه پال وویل«د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډو کې دا پرېکړه شوې، چې که چېرې وسله والې ډلې د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو پر وړاندې به یې نظامي اقدام کېږي، نو اوس په دې برخه کې موږ د پاکستان اقداماتو ته منتظر یو، ځکه دا اوس معلومه ده، چې ترهګر څوک، چېرته تمویل او تجهیز کېږي او رالېږل کېږي.»
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په خپلو خبرو کې وویل، چې نور د سولې د خبرو تر څنګ اوس مهال د افغان حکومت لومړیتوب جګړه ده، ځکه په وینا
فیصل وویل«د ترهګرو وسله والو ډلو جګړه د پردیو ګټو له پاره ده، او زموږ له پاره دغه جګړه د ملي ارزښتونو د دفاع له پاره ده، نو کله چې دوی جګړه کوي، ځواب به یې په جګړه ورکو او بری به هم زموږ وي.»
یې وسله والو هر ځل د سولې وړاندیز ته په جګړه ځواب ورکړی.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«موږ څو وارې تلاش وکړ، چې مفاهیمه او مذاکره وکړو، خو دوی جګړه کوي موږ تصمیم نیولی او دا وار د تجهیزاتو په برخه کې هومره ستونزه نه لرو، نړیوال متحدین هم همکاري کوي.»
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې افغان حکومت، افغان امنیتي ځواکون او افغان ولس اماده دی، چې نور ترهګرو ډولو ته په جګړه کلک ځواب ورکړي.
فیصل وویل«د ترهګرو وسله والو ډلو جګړه د پردیو ګټو له پاره ده، او زموږ له پاره دغه جګړه د ملي ارزښتونو د دفاع له پاره ده، نو کله چې دوی جګړه کوي، ځواب به یې په جګړه
دغه راز فیصل پر هغه سیاسي څېرو چې له حکومت څخه د باندې دي او په وینا یې یوازې دې ته ناست دي، چې پر حکومت انتقاد وکړي غږ وکړ، چې پر حکومت د نیوکې تر څنګ دې د ترهګرو غندل هم یوازې د اعلامیو تر خپرولو نه محدودوي، بلکې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر یې باید تل وغندي او پر وړاندې یې ودرېږي.
ورکو او بری به هم زموږ وي.»

د کابل د وړمې ورځې خونړۍ پېښې ته په اشارې سره درې واړو ویاندویانو وویل، چې د دغه برید پلان د افغانستان د پولو نه د باندې پلان او طرحه شوی و.
دوی ویل چې تر څو د افغانستان د پولو نه بهر د وسله والو ډلو د تمویل، تجهیز او روزنې مرکزونه له منځه نه وي وړل شوي، په سیمه کې امنیت ناشونی دی او دا لړۍ به همداسې دوام وکړي.
دوی د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان سره ريښتینې مرسته وکړي، ځکه په وینا یې دا جګړه یوازې د افغانستان نه ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین