۰

د لسو افغان پوځیانو په ګډون ۵۱ وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۴
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د لسو افغان پوځیانو په ګډون ۷۴ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لسو افغان پوځیانو په ګډون ۵۱ وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د لسو افغان پوځیانو په ګډون ۷۴ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، کابل، غزني، کندهار، بادغیس، بغلان، هرات، جوزجان، فاریاب، کندز، بدخشان او هلمند ولایتونو عملیات تر سره کړل.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۴۱ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان شوي او دغه راز د ملي اردو ۱۰ سرتېري هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم دفاع وزارت په ګڼ شمېر ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۷ افغان پوځیانو په ګډون د ۷۵ وسله والو طالبانو چې په کې یې مشهور قوماندانان هم و، د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین