۰

د کابل د لومړی حوزې د مسؤولینو دندې وځنډول شوې

پنجشنبه ۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل د وړمې ورځې د خونړۍ پېښې په تړاو د لومړۍ امنیتي حوزې د آمر او پنځو تنو نورو مسؤولینو دندې ځنډولې دي.
د کابل د لومړی حوزې د مسؤولینو دندې وځنډول شوې
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل د وړمې ورځې د خونړۍ پېښې په تړاو د لومړۍ امنیتي حوزې د آمر او پنځو تنو نورو مسؤولینو دندې ځنډولې دي.
د جمهور آژانس له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، کورنیو چارو وزارت له وړاندې ټولو امنیتي مسؤولینو ته ویلي، چې په تر کنټرول لاندې سیمه یې که کومه ناوړه پېښه کېږي، په اړه به یې له دوی پلټنې او دندې به
ښاغلي صدیقي وویل، چې له دغه امنیتي چارواکو د پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی ټاکل شوی، تر څو د دوی د وظیفوي غفلت په اړه پلټنې وکړي، تر څو معلومه شي، چې کوم مسؤول څه ډول وظیفوي غفلت کړی دی.
یې ځنډول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې همدې امر ته په کتو سره د وظیفوي پلټونو په موخه د کابل د لومړۍ حوزې د امر په ګډون د دغه حوزې د شپږو تن مسؤلینو دندې ځنډول شوې.
ښاغلي صدیقي وویل، چې له دغه امنیتي چارواکو د پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی ټاکل شوی، تر څو د دوی د وظیفوي غفلت په اړه پلټنې وکړي، تر څو معلومه شي، چې کوم مسؤول څه ډول وظیفوي غفلت کړی دی.
په ورته وخت کې صدیقي دا هم وویل، چې تېره ورځ د کورنیو چارووزیر تاج محمد جاهد کابل امنیه قوماندانۍ کې له ټولو امنیتي مسؤولینو سره خبرې کړې او هغوی ته یې د کلکو امنیتي تدابیرو سپارښتنه کړې.
د کابل د لومړی حوزې د مسؤولینو دنده پر داسې مهال ځنډول کېږي، چې وړمه ورځ د یادې حوزې په اړونده سیمه کې خونړي ځانمرګي او وسله وال برید ۶۴ تنه و وژل او ۳۴۷ تنه نور یې ټپیان کړل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین