>> جمهور - مشرانو جرګې د کرکټ بورډ چارواکي او ملي لوبغاړي تقدیر کړل
 
۰

مشرانو جرګې د کرکټ بورډ چارواکي او ملي لوبغاړي تقدیر کړل

پنجشنبه ۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې چارواکي او ملي لوبغاړي په نړیواله کچه د بې مخینې لاسته راوړنو له امله تقدیر کړل.
مشرانو جرګې د کرکټ بورډ چارواکي او ملي لوبغاړي تقدیر کړل
د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې چارواکي او ملي لوبغاړي په نړیواله کچه د بې مخینې لاسته راوړنو له امله تقدیر کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې غونډه کې چې تېره ورځ تر سره شوه، د مشرانو جرګې دوهم نایب انجنیر حسیب الله کلیمزي، د دارالانشاء لوی رئیس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي، د مشرانو جرګې عامه هوساینې کمیټې رئیس سناتور نثار احمد حارث، د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس لطیف ژوندي او د مجلس یو شمیر نورو سناتورانو د کرکټ بورډ مسئولینو او ملي لوبډلې کوربه توب وکړ.
دغه راز د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ونډه درلودله.
د سنا مجلس د دارالانشاء عمومي رئیس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي د کرکټ ملي لوبغاړو لاسته راوړنې په ملي کچه بې سارې وبللې او په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې یې د ملي لوبډلې بریاوې د ټول ولس ویاړ وبللې.
نوموړي وویل، د ملي لوبډلې ترشاه د کرکټ بورډ مسئولینو غوره مدیریت حیاتي او ډېر اغېزمن وباله او د کرکټ د بریالۍ ادارې له مشرانو او لوبغاړو مننه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د مشرانو جرګې له مشرتابه او ټولو غړو مننه وکړه او ویې ویل چې، د کرکټ اداره او لوبغاړي مدام د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو لخوا تقدیر شوي دي.
د کرکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه د ښاغلي دانش له قوله وايي«موږ پرمخ روان یو او زموږ تر شا د ولس او مشرانو ملاتړ زموږ حوصلې لوړوي.»
دغه راز د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم له سنا مجلس د مننې تر څنګ و ویل چې کرکټ په افغانستان کې د خپل ۱۳ کلن تاریخ په اوږدو نن له نویو لارو تیریږي.
د غونډې په پای کې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د کرکټ بورډ پر مسئولینو او ملي لوبغاړو ستاینلیکونه او مډالونه وویشل شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین