۰

ناپېژانده وسله والو د پکتیا د سولې عالي شورا یو غړی و واژه

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۲
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د پکتیا ولایت د سولې د ولایتي شورا یو غړی له دوه ساتونکو سره یو ځای و واژه.
ناپېژانده وسله والو د پکتیا د سولې عالي شورا یو غړی و واژه
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د پکتیا ولایت د سولې د ولایتي شورا یو غړی له دوه ساتونکو سره یو ځای و واژه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د سولې د شورا په غړي محمد اسحاق او د هغه پر ساتونکو ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلي.
نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو یو تن د محمد اسحاق زوی او بل یې هم ساتونکی و او وسله وال تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي.
دی وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
باید وویل شي، چې محمد اسحاق په پکتيا ولايت کې د سولې عالي شورا غړى، قومي مشر او په دغه ولايت کې د شيعه ګانو د شورا رييس وو.
په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي، چې برید کوونکي څلور تنه و او د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې پر تن و.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین