۰

د کابل په پروني برید کې ۴۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۴
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې او وسله وال برید له کبله ۴۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل په پروني برید کې ۴۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې او وسله وال برید له کبله ۴۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه حمله تېره ورځ د پلازمېنې کابل د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د ملي امنیت پر لسم ریاست چې د لوړ پوړو چارواکو د مسؤلیت دنده لري تر سره شوه.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې لومړی برید کوونکي د چاوېدونکو توکو ډک وړوکي ټرک موټر ته د یاد ریاست د وداني تر
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د تېرې ورځې په دې خونړي برید کې ۶۴ تنه وژل شوي او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
شاه چاودنه ورکړې وه او وروسته دوه وسله وال ودانۍ ته ننوتي وو.
که څه هم تېره ورځ د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو په معلوماتو کې ویل شوي و، چې ټولټال ۳۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو اوس د دغه برید د مرګ ژوبلې دقیق ارقام ورکړل شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د تېرې ورځې په دې خونړي برید کې ۶۴ تنه وژل شوي او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه پېښې نېږدې ټول قربانیان ولسي وګړي و، او مسؤولیت یې هم وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.
افغان دولت، ملګرو ملتونو، چین، امریکا، هند او پاکستان دغه برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې یو نه مننوکی کار وباله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې له ټپیانو د لیدنې پر مهال ویلي، چې
د افغانستان د ملي امنیت مخکني مشر جنرال رحمت الله نبیل پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې که افغان حکومت په رښتیا غواړي د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، نو د حقاني شبکې غړی او د دغه شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني او نور هغه ترهګر چې محکمې پرې د اعدام حکم کړی باید اعدام کړي.
د هر افغان د یوه څاڅکي وینې غچ به له وسله والو اخلي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې دغه برید ډول بریدونو د اسلام او انسانیت خلاف اعمال دي، چې په تر سره کولو به یې د افغانستان دښمنان خپلو موخو ته ونه رسېږي.
ولسمشر ویلي، چې په وار وار یې د دولت وسله والو مخالفینو ته د سولې لاسونه وړاندې کړي، خو هغوی له جګړې لاس نه اخلي او په وینا یې اوس یې افغان ولس او افغان حکومت دې ته اړ کړ، چې خپل غچ ترې واخلي.
ولسي جرګې د سولې عالي شورا د علماو شورا او په ټولینزو رسنیو عامو خلکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له حکومت نه یې په دې هلکه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
د افغانستان د ملي امنیت مخکني مشر جنرال رحمت الله نبیل پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې که افغان حکومت په رښتیا غواړي د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، نو د حقاني شبکې غړی او د دغه شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني او نور هغه ترهګر چې محکمې پرې د اعدام حکم کړی باید اعدام کړي.
دغه راز د افغانستان د ولسي جرګې ګڼ شمېر غړو هم له حکومته غوښتي، هغه وسله وال چې د محکمې له خوا پرې د اعدام حکم شوی په پل محمود خان کې دې په دار وځړول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین