۰

د افغان پوځ په هوايي برید کې ۲۰ داعشیان و وژل شول

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۲
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۲۰ وسله وال و وژل شول.
د افغان پوځ په هوايي برید کې ۲۰ داعشیان و وژل شول
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۲۰ وسله وال و وژل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه عملیات د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې پر داعش وسله والو تر سره شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان هوايي ځواک نن سهار په یاده سیمه کې پر داعش هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې ۲۰ داعش وسله وال و وژل شول.
د والي ویاند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې چې د داعش پر یوه مرکز یې تر سره کړی و، پنځه تنه داعش وسله وال وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین