۰
وانګ يي:

چین د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۴
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي.
چین د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدنې
خبرپاڼه وايي ښاغلي يي دا هم وویل، چې چین د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د جګړې ملاتړ او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو او تجهيزاتو په برخه کې همکاري کوي.
پر مهال کړې.
سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره هم وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، له افغانستان سره د چين د اقتصادي همکاريو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکې مبارزې په اړه خبرې وشوې.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دغه لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل چې هېواد یې د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي.
خبرپاڼه وايي ښاغلي يي دا هم وویل، چې چین د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د جګړې ملاتړ او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو او تجهيزاتو په برخه کې همکاري کوي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان دولت
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان دولت د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب په منظور د چين د ملاتړ قدرداني کوي او هيله لري چې د دې موخې له ترلاسه کېدو سره افغانستان د سيمې د هېوادونو د همکاريو د وصل پر محور بدل شي.
د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب په منظور د چين د ملاتړ قدرداني کوي او هيله لري چې د دې موخې له ترلاسه کېدو سره افغانستان د سيمې د هېوادونو د همکاريو د وصل پر محور بدل شي.
خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان د دولت جګړه يوازې د افغانستان جګړه نه ده، بلکې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د ټولې سيمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ له ګواښونو سره مقابله کوي.
ښاغلي اتمر د کابل د تېرې ورځې خونړي برید ته په اشارې ویلي، چې افغان دولت به له ترهګرو او د هغو له ملاتړو او تمويلوونکو سره سوله ونه کړي.
د ملي امنیت سلاکار دا هم ویلي، چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو متحدينو د ظرفيتونو د ارتقا او تجهيزاتو په برخه کې همکاري د ټولې سيمې او نړۍ له امنيت سره مرسته کوي.
باید وویل شي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دوه ورځې وړاندې چین ته په یوه سفر ولاړ او ټاکل شوې د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین