۰

د ۷ افغان پوځیانو په ګډون ۴۰ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۰
د ۷ افغان پوځیانو په ګډون ۴۰ وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۷ پوځیانو په ګډون ۷۵ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار، لغمان، لوګر، غزني، میدان وردګ، زابل، کندهار، هلمند، بادغیس، بلخ، جوزجان، فاریاب، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو کې عملیات تر سره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۳۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۳۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي په عملیاتو کې د ملي اردو ۷ سرتېري هم وژل شوي دي.
بل خوا د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو مخالفینو وتلي قوماندان هم شامل دي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوګر کې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې د پکتیا له پاره د هغوی د پوځي کمېسیون مشر او درې ملګري یې هم شامل دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې په غزني کې په وژل شویو طالبانو کې یو د هغوی قوماندان هم شامل دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین