۰

غزني کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
غزني کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات تېره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په اندړو ولسوالۍ کې د دې عملیاتو پر مهال د ملا یوسف په نوم د طالبانو یو قوماندان له خپلو ۱۱ ملګرو سره وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې، یو پولیس او دغه راز ۷ تنه نور وسله وال هم ټپیان شوي او د طالبانو یوه اندزه مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت ریاست وايي، په د پکتیا له پاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی او یو تن یې نیول شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین