۰

د پکتیا لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر وژل شوی

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۰
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د پکتیا ولایت له پاره د طالبانو د پوځي کمېسیون د مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د پکتیا لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر وژل شوی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د پکتیا ولایت له پاره د طالبانو د پوځي کمېسیون د مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه قوماندان له دریو نورو ملګرو سره یو ځای د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی.
سرچینې ویلي، چې د پکتیا له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون دغه مشر او ورسره ملګري یې د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په یوه اړونده سمه کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د دې تر څنګ د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د همدې کمېسیون یو غړی چې قاري میر احمد نومېږي ژوندی نیول شوی دی.
ملي امنیت زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین