>> جمهور - د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د هر سیاسي جوړجاړي منلو ته تیار یو
 
۰
امریکا:

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د هر سیاسي جوړجاړي منلو ته تیار یو

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي واشنګټن د روان کړکېچ د حل له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د هر سیاسي جوړجاړي، چې د اساسي قانون سره سم وي منلو ته تیار دی.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د هر سیاسي جوړجاړي منلو ته تیار یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي واشنګټن د روان کړکېچ د حل له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د هر سیاسي جوړجاړي، چې د اساسي قانون سره سم وي منلو ته تیار دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو
دغه چارواکي ویلي« موږ د روان کړکېچ د حل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هر داسې سیاسي جوړجاړی منلو ته تیار یو چې په پایله کې یې ډاډ ترلاسه شي چې طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې له تشدده لاس اخلي، له نړیوال تروریزم سره اړیکې پرې کوي او د دې هېواد اساسي قانون مني.»
چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی تېره ورځ انټرفاکس خبري آژانس ته کړې دي.
دغه چارواکي ویلي« موږ د روان کړکېچ د حل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هر داسې سیاسي جوړجاړی منلو ته تیار یو چې په پایله کې یې ډاډ ترلاسه شي چې طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې له تشدده لاس اخلي، له نړیوال تروریزم سره اړیکې پرې کوي او د دې هېواد اساسي قانون مني.»
دغه چارواکي د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو او اقلیتونو د حق خوندیتوب ته ځانګړ نغوته کړې او ویلي یې چې د همدې قانون په رڼا کې د افغان حکومت او طالبانو د سیاسي جوړجاړي لپاره د هڅو ملاتړ کوي.
واشنګټن یو ځل بیا پر داسې مهال د حکومت او وسله والو تر منځ د سولې د بهیر ملاتړ کړی، چې تېره ورځ په کابل کې تر خونړي برید وروسته افغان ولسمشر د سولې څلور اړخیزه کمېټه کې د افغانستان ګډون تحریم کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین