۰
صلاح الدین رباني:

ګاونډي هېوادونه دې پر نیابتي ځواکو له اتکا لاس واخلي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د کابل خونړي برید ته په اشار سره د افغانستان پر ګاونډیو هېوانو غږ وکړ، چې د ځان د امنیت لپاره پر نیابتي ځواکو له اتکا لاس واخلي.
ګاونډي هېوادونه دې پر نیابتي ځواکو له اتکا لاس واخلي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د کابل خونړي برید ته په اشار سره د افغانستان پر ګاونډیو هېوانو غږ وکړ، چې د ځان د امنیت لپاره پر نیابتي ځواکو له اتکا لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې پیغام د کمزوری پیغام نه دی او
ښاغلي رباني پرته له دې چې د کوم ګاونډي هېواد نوم واخلي وویل« موږ خپلو ګاونډیو ته په صراحت وایو چې نیابتي ځواکونه د هېچا خپل نه دي، دا که نن په افغانستان کې دي، سبا یا بله ورځ به په بل هېواد کې جنګېږي، نو ټول باید وپوهېږي چې په افغانستان کې له سولې سره همکاري په ټوله سیمه کې له امنیت سره د مرستې یوازنۍ لار ده.»
د افغانستان خلک له خپله حقه دفاع ته تیار دي.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د ښو اړیکو پر لومړیتوب ټینګار وکړ او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره صادقانه مرسته وکړي.
ښاغلي رباني پرته له دې چې د کوم ګاونډي هېواد نوم واخلي وویل« موږ خپلو ګاونډیو ته په صراحت وایو چې نیابتي ځواکونه د هېچا خپل نه دي، دا که نن په افغانستان کې دي، سبا یا بله ورځ به په بل هېواد کې جنګېږي، نو ټول باید وپوهېږي چې په افغانستان کې له سولې سره همکاري په ټوله سیمه کې له امنیت سره د مرستې یوازنۍ لار ده.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره خبردارۍ ورکړ، چې د افغانستان د سولې هڅې باید د افغانستان کمزوري ونه ګنل شي.
باید وویل شي، چې د کابل د تېرې ورځې په خونړي برید کې ۳۰ تنه و وژل شول او لږ تر لږه ۳۲۷ تنه ټپیان شول، چې اکثریت یې ولسي وګړي وو.
دغه برید په کابل کې د ملي امنیت پر لسم ریاست چې د لوړ پوړو چارواکو د امنیت مسؤولیت پر غاړه لري تر سره شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین