۰
ولسمشر غني:

د افغانانو د هر څاڅکي وینې غچ به اخلي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید له ټپیانو د لیدنې پر مهال وویل چې د افغانانو د هر څاڅکي وینې غچ به اخلي.
د افغانانو د هر څاڅکي وینې غچ به اخلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید له ټپیانو د لیدنې پر مهال وویل چې د افغانانو د هر څاڅکي وینې غچ به اخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني تېره ماښام د سردار محمد داود خان په روغتون کې د دې ځانمرګي برید د ټپیانو لیدنه وکړه.
ولسمشر د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل، چې دغه ډول اعمال هېڅ توجه نه لري او په هر بیه چې کېږي د افغانانو انتقام به اخلي.
افغان
افغان ولسمشر چې په اسلام پورې د دې ډول حملو تړل جهالت بللی وايي، طالبانو په مخامخ جګړه کې ماته خوړې او له غواړې د دې ډول اعمالو په تر سره کولو په افغانانو فشار راوړي.
ولسمشر چې په اسلام پورې د دې ډول حملو تړل جهالت بللی وايي، طالبانو په مخامخ جګړه کې ماته خوړې او له غواړې د دې ډول اعمالو په تر سره کولو په افغانانو فشار راوړي.
خو په خبره یې افغانان به هېڅ کله هم تسلیم نه شي او افغان امنیتي ځواکونه به د جګړې په لومړۍ کرښه کې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
باید وویل شي، چې د کابل د تېرې ورځې په خونړي ډلیز وسله وال برید کې ۳۰ تنه و وژل شول او ۳۲۷ تنه نور ټپیان شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
دغه برید د پلازمېنې کابل د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د ملي امنیت پر لسم ریاست چې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د امنیت ساتنې مسؤولیت لري تر سره شو.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.
دغه برید په نړیواله کچه وغندل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین