۰

اروپايي اتحادیه وايي، له افغانستان سره خپل کار ته دوام ورکوي

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د اروپايي اتحادیې دفاع وزیرانو او ناټو عمومي مشر د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې او یادې ادارې ډاډ ورکړ، چې په لا نوره انرژۍ به له افغانستان سره خپل کار ته دوام ورکوي.
اروپايي اتحادیه وايي، له افغانستان سره خپل کار ته دوام ورکوي
د اروپايي اتحادیې دفاع وزیرانو او ناټو عمومي مشر د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې او یادې ادارې ډاډ ورکړ، چې په لا نوره انرژۍ به له افغانستان سره خپل کار ته دوام ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي اتحادیې استازې فدریکا موغیرني وايي، د اروپايي اتحادیې دفاع وزیرانو تېره ورځ په لوګزامبورګ کې د ناټو له سرمنشي
نوموړې ویلي«موږ په داسې حال کې پر افغانستان خبرې کولې، چې کابل د یوې خونړۍ حملې شاهد و او دا موږ ته ښيي چې په دغه هېواد کې امنیتي حالات څومره نازک دي خو موږ به په لا انرژۍ کار ته دوام ورکړو او له افغان مشرتابه سره یو ځای به د افغانستان ثبات ته پام واړو.»
سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز نوموړې خبریالانو زیاته کړې، چې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ناټو له سرمنشي ستولتنبرګ سره وکتل او په وینا یې د افغانستان په اړه خبرې پر داسې مهال وشوې، چې کابل د یوې خونړۍ حملې شاهد و.
نوموړې ویلي«موږ په داسې حال کې پر افغانستان خبرې کولې، چې کابل د یوې خونړۍ حملې شاهد و او دا موږ ته ښيي چې په دغه هېواد کې امنیتي حالات څومره نازک دي خو موږ به په لا انرژۍ کار ته دوام ورکړو او له افغان مشرتابه سره یو ځای به د افغانستان ثبات ته پام واړو.»
اغلې موغیرني وویل، چې اروپايي اتحادیې پرېکړه کړې، چې له افغان ملکي پولیسو سره ملاتړ ته د کال له پای ته رسېدو وروسته هم دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې استازې فدریکا موغیرني دا هم چې اروپايي اتحادیه له افغانستان سره د څوارلس سوه ملیون یورو مالي مرستې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ پوري به دوام ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین