۰

ننګرهار کې ۱۴۴ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول

چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
ننګرهار کې ۱۴۴ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول
امنیتي چارواکي وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشه یي توکي تېره ورځ د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ۲۸ ویالې په سیمه کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارې پولیسو په یاده سیمه کې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړل.
سرچینه زیاتوي، نیول شوي نشه يي توکي ۱۴۴ کیلوګرامه چرس دي، چې په تړاو یې یو تن هم نیول شوی او دا مهال ترې پلټې روانې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال درې میله کلاشنکوف، دوه میله تومانچې او یوه اندازه نشه يي توکي له یو تن شکمن سره نیول شوي.
په ننګرهار کې دغه نشه يي توکو پر داسې مهال نیول کېږي، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي ۲۱ ټنه نشه يي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین