۰

کندهار کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړل شوې

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۷
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په کندهار کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه له منځه وړې ده.
کندهار کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړل شوې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په کندهار کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه له منځه وړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې دغه فابریکه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په پای کلي کې وه.
سرچینه زیاتوي، چې له باګرام نه د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه د هوايي ځواک په ملاتړ یادې سیمې ته ولاړ او د طالبانو د ماین جوړولو دغه فابریکه یې له منځه یووړه.
خبرپانه وايي، په دې فابریکه کې چاوېدونکي توکي او نور تجهیزات هم موجود و، چې هغه هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په کندهار ولایت کې ملي امنیت ځواکونو د طالبانو یو قوماندان نیولی او د هغوی د وسلو دوه زېرمې یې چې ګڼې وسلې او مهمات په کې و، کشف او تر لاسه کړې وې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین