۰

ننګرهار کې پنځه داعش وسله ول وژل شوي

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې پنځه داعش وسله ول وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوی.
سرچینه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې د خیر محمد په نوم د یوه کس په کور هوايي برید کړی او پنځه تنه داعش وسله وال یې په کې وژلي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه کور د داعش وسله والو لویه قرارګاه وه، خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په دې ورستیو کې په ننګرهار کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات زیات شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین