۰

د کابل په ډلیز برید کې مرګ ژوبله ۳۵۷ تنو ورسېده

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۷
امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت ریاست پر یوه ځانګه په ځانمرګي او ډلیز وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۵۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د کابل په ډلیز  برید کې مرګ ژوبله ۳۵۷ تنو ورسېده
امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت ریاست پر یوه ځانګه په ځانمرګي او ډلیز وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۵۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې وشو.
برید په یاده سیمه کې د ملي امنیت پر لسم ریاست چې د لوړ پوړو چارواکو د امنیت ساتنې مسؤولیت پر غاړه لري شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، لومړی یوه ځانمرګي د یوه وړوکي ټرک موټر بم په وسیله چې د دې ریاست شاته د موټر په یوه پارکېنګ سرای کې درول شوی وو برید کړی او وروسته یو بریدګر دغه ودانۍ ته ننوتی و.
ښاغلي صدیقي وویل، چې په دغه برید کې تر اوسه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ۳۰ تنه وژل شوي، ډېری یې ولسي وګړي دي او ښايي دغه شمېره نوره هم زیاته شي.
دی وايي که څه هم امنیتي ځواکونو د ورته بریدونو د مخنیوي له پاره شپه ورځ هڅې کوي، خو په وینا یې هغه امکانات چې وسله والو ډلو ته د پاکستان په خاوره کې مهیا دي او مشران یې هلته په ازاده تګ راتګ او غونډې کوي، د دغه ډول بریدونو لامل کېدای شي.
دغه ډلیز برید له دوه نیم ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد، چې د ځینو رپوټونو له مخې درې بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.
د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه برید کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شوي.
نوموړي وویل، چې په وژل شویو او ټپیانو کې امنیتي سرتېري هم شته خو ډېری مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
دی زیاتوي، چې مرګ ژوبله تر ډېره په لومړي ځانمرګي برید کې اوښتې او بل برید کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی خو دا چې بریدګر څو تنه و، تر اوسه یې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو د عامې روغتیا وزارت بیا په دغه برید کې د ټپیانو شمېر ۳۲۷ او د وژل شویو کسانو شمېره ۷ تنه په ګوته کوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې د ټپیانو ډېری برخه ولسي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اسماعیل کاووسي ویلي، چې د پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وو او ښايي د ټپیانو شمېره نوره هم زیاته شي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، ډېری ټپیان د ودانیو د ښيښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان دښمنان له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او غواړي په دغه ډول بریدونو د خلکو روحیه ماته کړي.
ښاغلي غني ویلي، چې دغه ډول بریدونه به د افغان ولس او افغان ځواکونو ارادې ماتې نه کړي او دغه راز یې روغتیايي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې له ټپیانو سره هر ډول مرسته وکړي.
د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ملګرو یې د ملي امنیت پر لسم ریاست برید کړی.
د دغه چاودنې غږونه تر ډېرو اورېدل او په سیمه کې یې د ګڼو ودانیو ښيښې ماتې کړې دي او دا مهال سیمه دې امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې.
باید وویل شي، چې پل محمود خان له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.
د خبرجزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین