۰
حیات الله حیات:

که مې هلمندیانو ته خدمت ونه کړ، دنده به پرېږدم

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
حیات الله حیات چې مخکې د میدان وردګو ولایت والي و، په دې وروستیو کې د ولسمشر له خوا د هلمند د والي په توګه وټاکل شو او تېره ورځ یې په دغه ولایت کې رسمآ په خپل کار پیل وکړ.
که مې هلمندیانو ته خدمت ونه کړ، دنده به پرېږدم
حیات الله حیات چې مخکې د میدان وردګو ولایت والي و، په دې وروستیو کې د ولسمشر له خوا د هلمند د والي په توګه وټاکل شو او تېره ورځ یې په دغه ولایت کې رسمآ په خپل کار پیل وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی حیات هلمند ته له رسېدو سره سم یې د دې ولایت د اړونده ادارو له مسؤولینو، دیني علماو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنې کتنې پیل کړې.
ښاغلي حیات د خپلې دندې د پیل په لومړی ورځ هلمند ولس ته وویل، چې دغه ولایت ته د سل فیصده واک او دې هوډ سره راغلی، چې هلمندیانو ته به تر خپل توان خدمت کوي.
خو پر دیني عالمانو، قومي مشرانو او
هغه په خپلو خبرو کې وویل«هلمند ته راتګ لکه تنور ته لوېدل داسې دي، ما چې دا تنور قبول کړی له سل فصده واک سره مې قبول کړی او کلک هوډ لرم، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړم، خو له تاسو مشرانو په دې برخه کې مرسته غواړم او وایم، چې بیا به د فساد واسط کېږی نه، هر څوک چې شفاف و پاتې به وي، څوکې فاسد و په خپله مخه به ځي.»
اړونده ادارو پر چارواکو او کار کوونکو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او په ګډه د هلمند د امنیت او پرمختګ له پاره لاس په کار شي.
ښاغلي حیات په خپلو خبرو کې وویل، چې د اداري فساد پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي او د ادارو چارواکو او کارکوونکو ته یې خبردارۍ ورکړ، چې په دې برخه کې کوچنی حرکت ورته د منلو وړ نه دی.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«هلمند ته راتګ لکه تنور ته لوېدل داسې دي، ما چې دا تنور قبول کړی له سل فصده واک سره مې قبول کړی او کلک هوډ لرم، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړم، خو له تاسو مشرانو په دې برخه کې مرسته غواړم او وایم، چې بیا به د فساد واسط کېږی نه، هر څوک چې شفاف و پاتې به وي، څوکې فاسد و په خپله مخه به ځي.»
دغه راز ښاغلي حیات د امنیت د ټینګښت په برخه کې په ځانګړي توکه له دیني عالمانو او قومي مشرانو د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي حیات و ویل، چې د ستونزو د حل په موخه د ولایت مقام دروازه د ټولو خلکو پر مخ خلاصه ده او هېڅوک نشي کولای، چې مراجعین د ده له اجازې پرته رخصت کړي.
هغه وویل، چې ټول د قانون له مخې مساوي حقونه لري او د ستونزو حل او چارو سمون په موخه به یې میاشتنۍ غونډې ترسره کیږي.
د هلمند والي پر ټولو مسولینو او مامورینو ږغ وکړ، چې په ټاکلي وخت خپلې دندې سره او پر وخت د ولسونو ستونزې حل کړي.
جمهورآژانس: هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین