۰

زابل کې د قومونو د یووالي شورا جوړه شوه

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۳
په زابل ولایت کې د یوې لویې غونډې پر مهال د دغه ولایت د مېشتو قومونو د مشرانو له خوا د قومونو دیووالي شورا جوړه شوه.
زابل کې د قومونو د یووالي شورا جوړه شوه
په زابل ولایت کې د یوې لویې غونډې پر مهال د دغه ولایت د مېشتو قومونو د مشرانو له خوا د قومونو دیووالي شورا جوړه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده غونده تېره ورځ د زابل مرکز کلات کې جوړ او دولتي ادارو د چارواکو او ولایتي
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دې شورا په جوړېدو سره به په زابل کې ټولنیزو او قومي ستونزو د حل له پاره لارې چارې ولټوي او ستونزې به راکمې شي.
شورا په ګډون د بېلا بېلو قومونو مشرانو په کې برخه اخیستې وه.
د دې شورا د جوړوېدو موخه د قومونو تر منځ د ستونزو حل دی او زابلیانو یې جوړېدل یو اړین او مهم ګام باله چې بلاخره وتوانېدل یوه متحده قومي شورا جوړه کړي.
د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان وايي، د دې شورا جوړېدل د زابلي ولس له پاره یو اړین ګام و، چې واخستل شو.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دې شورا په جوړېدو سره به په زابل کې ټولنیزو او قومي ستونزو د حل له پاره لارې چارې ولټوي او ستونزې به راکمې شي.
په ورته وخت کې د زابل د قومونو او
په دغه غونډه کې قومي مشرانو هم وویل، چې د ستونزو د حل کولو یوه اسانه لار همدا د قومونو شورا جوړېدل دي، چې کولی شي، د خپل ولس ستونزې په اسانه حل او له چارواکو سره یې شریکې کړي.
قبایلو چارو رییس عبدالله خان هوتک هم د قومونو د شورا جوړېدل ضرور وګڼل او له قومي مخورو یې وغوښتل چې خپل مشران، دې شورا ته وروپېژني.
په دغه غونډه کې قومي مشرانو هم وویل، چې د ستونزو د حل کولو یوه اسانه لار همدا د قومونو شورا جوړېدل دي، چې کولی شي، د خپل ولس ستونزې په اسانه حل او له چارواکو سره یې شریکې کړي.
باید وویل شي، چې د غونډې په پای کې د جوړې شوې شورا له پاره یو مشر، دوه تنه مرستیالان، او یو د شورا منشي وټاکل شول.
دغه راز شورا د کلیدي غړو یو کمېسیون او د قومي شورا د سلاکارانو یو کمېسیون چې د ولایتي شورا غړي هم په کې برخه لري وټاکل.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین