۰

ننګرهار کې ۱۳ کلي له وسله والو پاک شوي

دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۲
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د شاهین په نوم عملیاتو په پیل سره په ننګرهار ولایت کې ګڼې سیمې له وسله والو پاکې شوې.
ننګرهار کې ۱۳ کلي له وسله والو پاک شوي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د شاهین په نوم عملیاتو په پیل سره په ننګرهار ولایت کې ګڼې سیمې له وسله والو پاکې شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د شاهین ۶ عملیات نن سهار د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په ممله سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا پیل شوي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ ۱۳ کلي په بشپړه توګه له وسله والو پاک شوي.
سرچینه زیاتوي، چې عملیات لا هم دوام لري تر څو نورې سیمې هم له وسله والو پاکې شي، خو په عملیاتو کې یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین